Asset 1SWN

د پارک سینما ټغر ور ټول شو

124223340_832940260842629_8940710576117118020_n-880x586

کابل ښاروالۍ وايي، د پارک سینما ودانۍ د ورانولو چارې يې پيل کړې.  د يادې ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وایي، د پارک سینما ودانۍ د ګټې اخیستنې او د بيا جوړېدو وړ نه ده نو ځکه غواړي چې له منځه یې یوسي.

سميرا رسا دغه راز وایي، د یادې سینما له سره جوړولو لپاره تراوسه کومه طرحه نه ده جوړه شوې.

په ورته وخت کې افغان فلم د پارک سینما د ورانېدو په اړه غبرګون کې ويلي دي چې د یادې سینما ورانول د فرهنګ پر خلاف کار دی او د دې کار مخه باید ونیول شي.

افغان فلم ټينګار کړی و چې د پارک سينما ورانول « د کار چاره» نه ده، بلکې د فرهنګ د ورانولو دوام دی.

له افغان فلمه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، څو ځله یې هڅه کړې چې  د کابل ښاروالي د یادې سینما ورانول ودروي خو نه دي توانېدلي چې  یاد کار وکړي او په وینا یې کابل ښاروالۍ یې خبره نه ده منلې.

افغان فلم ټينګار کړی چې د پارک سينما ورانول د هېواد له تاريخه، د فرهنګ، د هنر او د سينما ورانول دي.

د افغان فلم رييسې صحرا کریمي د پارک سينما د ورانولو په غبرګون کې ويلي: «د پارک سينما په ورانولو سره د يوه ښار سينمايي خاطرې مه ورانوئ!»

له دې سره کابل کې يو شمېر سينماګرانو هم له حکومته غوښتي چې د پارک سينما ورانه نه‌کړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام