Asset 1SWN

سلام وطندار

حنفي: موږ د افغانستان جوړولو او ابادۍ لپاره هڅې کوو

1-2

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د جاپان سفارت سرپرست او ساساکاوای سولې بنسټ چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان ابادۍ او جوړولو لپاره هڅې کوي.

د حکومت رسنیو مرکز نن «دوشنبه، مرغومې څلورمه» پر اېکس لیکلي چې په دې لیندنه کې حنفي ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي او په وینا یې، له نورو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د نېکو اړیکو غوښتونکی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د دې لیدنې پر مهال زیاته کړې چې افغانستان کې امنیت ټينګ شوی او سرپرست حکومت د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز ترڅنګ د اداري فساد مخنیوي برخه کې هم ګامونه اخیستې دي.

بل‌خوا په دغه لیدنه کې د جاپان سفارت سرپرست تاکویوشي کورمیا ویلي چې یاد هېواد تر دې مهاله بېلابېلو برخو کې افغانستان سره د ۵۸ میلیونه ډالرو مرسته کړې او په وینا یې خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

کورمیا زیاته کړې چې جاپان به راتلونکې کې له پاکستانه په زور راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته هم وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام