د ریاست‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د جنګي بندیانو د وژلو په اړه د ادعاو په رد سره وايي، د جنګي بندیانو په اړه د پرېکړې واک یوازې له محکمې سره دی او څوک یې د وژلو یا اعدامولو حق نه لري.

نوموړي نن چهارشنبه د تلې ۲۷مه کابل کې د یوې ناستې پرمهال وویل، که څوک په خپ‌سري توګه چاته زیان رسوي، یا یې له‌منځه وړي، د دوی پر وړاندې مجرم دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «هېڅوک حق نه‌لري چې د جګړې له ډګر بهر بندیان له‌منځه یوسي، که څوک دا کار کوي، فردي جرم یې کړی او د اسلامي امارت له نظره مجرم دی. د جنګي بندیانو دوسیې باید د ثلاثه محکمې له لوري پرمخ یوړل شي او په اړه یې پرېکړه وکړي. موږ د ا.ا د ځواکونو سرغړونو لپاره نظامي محکمه جوړه کړې، که څو ترې شکایت لري، دې محکمې ته دې مراجعه وکړي.»

نوموړي هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې د ا.ا ځواکونو دې جنګي بندیان وژلي وي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په تازه‌ګۍ سره افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) اعلان کړی چې پنجشېر ته یو پلاوی استاوي، څو دغه ولایت کې د بشري‌حقونو نقض په اړه شوې ادعاوې وڅېړي، خو تراوسه د دغه پلاوي د فعالیت او څېړنو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام