د ملي دفاع وزارت د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د نیول شویو اسیرانو د وژلو په اړه د ادعاوو غبرګون کې وايي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي او که رښتیا داسې شوي وي، عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

دفاع وزارت نن ماسپښین پر ټویټر لیکلي، هغه ویډیوګانې چې د اسلامي امارت له لوري د جګړې پر مهال د نیول شویو کسانو د وژلو په اړه پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، څېړي او دا به په ډاګه کړي چې یادې ویډیوګانې اوسنۍ دي که پخوانۍ او دا چې ایا د پنجشېر اړوند دي که‌نه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دفاع وزارت زیاته کړې: «که له څېړنو او ارزونو وروسته ثابته شوه چې یادې ویډیوګانې تازه او د پنجشېر اړوند دي، هغوی چې اسیران وژلي، هرومرو به ونیول شي او د قانون منګولو ته به یې وسپارو.»

په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښيي د اسلامي امارت ځواکونه یوشمېر کسان چې لاسونه یې تړلي، وژني.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یادې ویډیوګانې په پنجشېر کې د اسلامي امارت او مقاومت جبهې ترمنځ د شوې جګړې اړوند بللې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام