Asset 1SWN

عبدالسلام حنفي: خلک دې پر اوسني وضعیت شکر وباسي

241654480_2708790402751503_755057728681050685_n_0

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي چې افغانان دې هېواد کې پر روان وضعیت شکر وباسي.

نوموړي نن پنج‌شنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د محصلانو د څوارلسمې دورې په فراغت‌غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او خلک دې شکر وباسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال خپلو خبرو کې وویل چې هېواد کې د ټولو حقونه برابر او تامین شوي او په وینا یې، «څوک پر چا ظلم نشي کولای.»

هغه همداراز زیاته کړه چې هېواد کې د امنيت ټینګښت، د جرمونو مخنیوي او قانون پلې‌ کولو لپاره اړتیا ده چې پولیسو په مسلکي توګه وروزل شي. د نوموړي په وینا، د پولیسو مسلکي روزنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نن کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د محصلانو څوارلسمې دوره کې لسګونه زده‌کړیالانو د خپل فراغت سندونه ترلاسه کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام