Asset 1SWN

حنفي: د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د چاپ برخه کې محدودیت سره مخ یوو

hanafi-3

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د «کډوالو نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل چې خلکو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د چاپ برخه کې له محدودیت سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د نړیوالې ټولنې له لوري پر ا.ا لګېدلي محدودیتونه لامل شوي چې افغانانو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټونو  د چاپولو اجازه ونه لري.

هغه که څه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې ځینې هېوادونه هڅه کوي، څو د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

حنفي له یادو هېوادونو غواړي چې افغانستان کې د سترو پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او په خبره یې، تمه لري چې د ټاپي او کاسا۱۰۰۰ پروژو پر وړاندې له بهره خنډونه جوړ نه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې اوس په ټول هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر درېدلی او له کبله یې د افغانانو شکایتونه راپورته او حکومت یې له نیوکو سره مخ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام