محمدحسن اخوند: هڅه کوو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړو

د ا.ا چارواکو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ډاډ ورکړ چې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي ستونزې یې حل کړي.
د ا.ا رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند دې غونډې ته په لېږلي پیغام وویل چې هڅه کوي د کورنیو بې‌ځایه شویو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت پر بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد

د ملګروملتونو امنیت شورا د ۲۶۶۵ پرېکړه‌لیک په تصویب سره پرېکړه وکړه چې د اسلامي امارت پر اړوند کسانو او بنسټونو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځوي. د یاد پرېکړه‌لیک د تصویب سره به پر بندیزونو د څار ډله د بندیزونو د نه پلي‌ کېدو په اړه خپل معلومات راټولوي او د بندیزونو کمېټې په واک کې به یې ورکوي.

د سالنګ تونل کې اورلګېدنه؛ ۲۲ کسان مړه او ۲۵ ټپیان شوي

د پروان امنیتي مسوولان تاییدوي چې د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې له کبله ۴۷ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې ده. مسوولانو ویلي چې بېګاه د سالنګ په تونل کې دننه یوه ټانکر اور اخیستی او اورلګېدنه رامنځته شوې ده. په ورته وخت کې د عزیزالله عمر زیاتوي چې د تېلو ټانکر د چاودنې له کبله د سالنګ تونل د چت یوه برخه هم نړېدلې ده.

هند او اسټرالیا په ټسټ لوبو کې خپل سیالان ماته کړل

د ټسټ سیالیو په لړ کې هند خپل سیال بنګلدېش او اسټرالیا مېلمه لوبډلې سوېلي افریقا ته په لومړۍ ټسټ لوبه کې ماته ورکړه.

د هند او بنګلدېش ترمنځ د دوو ټسټ لوبو په لومړۍ هغې کې هندۍ لوبډلې کوربه بنګلدېش لوبډله د ۱۸۸ منډو په توپیر ماته کړه.