Asset 1SWN

د اسلامي امارت پر بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد

ARG

د ملګروملتونو امنیت شورا د ۲۶۶۵ پرېکړه‌لیک په تصویب سره پرېکړه وکړه چې د اسلامي امارت پر اړوند کسانو او بنسټونو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځوي.

د یاد پرېکړه‌لیک د تصویب سره به پر بندیزونو د څار ډله د بندیزونو د نه پلي‌ کېدو په اړه خپل معلومات راټولوي او د بندیزونو کمېټې په واک کې به یې ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د ملګرو ملتونو دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې نړۍ باید له افغانانو او اسلامي امارت سره له سوله‌‌ییزو لارو تعامل وکړي او بندیزونه به ټولو اړخونو ته ناوړه پایلې ولري.

نوموړي وویل: «موږ په ډيپلوماسۍ، خبرو او ډیالوک باور لرو او دا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده چې له هغو اقداماتو دې مخنیوي وشي چې پارونکي وي او پایلې یې افغانستان کې ټولو اړخونو ته متوجې دي.»

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو کارپوه سید شفیق‌الله سادات وايي، د اسلامي امارت پر بندیزونو د څار ډلې د کار غځېدل په ګوته کوي چې افغانستان کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې او شرایط نه دي په ځای شوي.

نوموړي وویل: «د بشري حقونو او عدالت پر بنسټ نړیوال معیارونه او قواعد جوړېږي او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې منل دي چې نړیوال رژیمونه جوړوي چې د یادې ډلې د کار تمدید سره ملګري ملتونه غواړي چې د نړیوالو قواعدو د رعایت ترڅنګ باید افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت هم رامنځته شي.»

بل‌خوا د پوهنتون استاد حیدر شجاعي د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار کمېټې د فعالیت تمدید اصلي لامل د نړیوالو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل په ګوته کوي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت تراوسه د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او اسلامي امارت د ملګرو  ملتونو سرې کرښې نه دي رعایت کړي چې همدا چاره د بندیزونو د دوام او پر بندیزونو د څار کمېټې د ماموریت د دوام لامل شو.»

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو د اسلامي امارت بیا واکمنېدو راهیسې پر اوسني حکومت سربېره پر افغانستان هم سیاسي او اقتصادي بندیزونه لګولې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د مشرانو پر سفیر بندیز او اوسني حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ نه ورکړه، له مهمو بندیزونو څخه دي چې پر اسلامي امارت لګول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام