د پاسپورټ ریاست مسوولان وايي چې د پاسپورټ درې میلیونه نوې کتابچې یې له هېواده بهر چاپ کړي او ډېر ژر به کابل ته راورسېږي.

د پاسپورټ عمومي ریاست مرستیال شېرشاه قریشي د یاد ریاست د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې درې میلیونه نوي پاسپورټونه یې چاپ کړي او نږدې وخت کې به دوی ته تسلیم کړل شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه پاسپورټونه د «افغانستان اسلامي جمهوریت» په نوم او نښان چاپ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: « د هغو پاسپورټونو نمونې هم موږ ته رسېدلي او زموږ له‌خوا هم تایید شوي دي. انشاءالله ډېر ژر به موږ ته را ورسېږي او موږ به دې وروسته د پاسپورټونو له کمښت سره مخ نشو.»

د پاسپورټ ریاست مرستیال ټينګار وکړ چې کابل ښار کې به د هېوادوالو د اسانتیاوو لپاره د پاسپورټونو د وېش په موخه څلور نور مرکزونه هم جوړ کړي.

د نوموړي په وینا، دا مهال په ولایتونو کې د پاسپورټ ویش لړۍ د فساد مخنیوي په موخه درول شوي چې له څېړنو او ارزونې وروسته به ټولو ولایتونو کې هم د پاسپورټ وېش بېرته پیل کړي.

نوموړي وویل: «زموږ د څارنې او پلټنې ټیمونه کار کوي، تراوسه د ۱۷ولایتونو څارنه پای ته رسېدلې. موږ په دې لړ کې یوشمېر کسان هم نیولي چې دوی له خپلو دندو ناوړه استفاده کوله. هغوی منفک شوي دي. دا څارنه چې پای ته ورسېږي، بیا هېوادوال کولای شي، زموږ د ځانګړې طرحې له مخې په انلاین ډول ثبت نام کولای شي.»

د پاسپورټ عمومي ریاست د مسوولانو په وینا، تېر یوه کال کې یې له ۷۰۰زرو ډېر پاسپورټونه ویشلي چې له ۴میلیاردو ډېرعواید یې ترې ترلاسه کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی په وینا، یاده موده کې یې له ۴۰۰ ډېر کسان هم د فساد، جعل او کمېشن‌کارۍ په تور نیولي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام