ا.ا په نږدې راتلونکې کې د مهمو ملي مسایلو په اړه ستره غونډه جوړوي

د اسلامي امارت چارواکي وايي، په نږدې راتلونکې کې به د یو لړ مهمو سیاسي، امنیتي او ملي مسایلو په اړه لویې جرګې ته ورته یوه ستره مشورتي غونډه جوړه کړي. له دې سره د ښځو د حقونو یو‌شمېر فعالانې ټینګار کوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو اړتیا ده، څو دغه ډول ملي غونډې جوړې او افغانان خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.