د افغانستان بانک مسوولان د «یما سیاوش» د دوسیې څېړلو په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي

تر اوسه د افغانستان بانک د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر له چاودنې چې په هغه کې د دغه بانک کارکوونکی او د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند له خپلو دوو همکارانو سره ووژل شو، دیارلس ورځې تېرېږي، خو په دې موده کې د نورو مسوولو بنسټونو ترڅنګ، د افغانستان بانک هم چوپتیا غوره کړې ده. دغې چوپتیا د یما کورنۍ او نورو خلکو ته جدي پوښتنې پیدا کړې دي.

کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ کسان مړه کړي او ۱۴۰ پرې اخته شوي

عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو په خپرولو سره وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۳ اخته کسان په کابل، ۵ په هرات، ۲ په تخار او یوه – یوه هم په ننګرهار او زابل ولایتونو کې مړه کړي چې په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۷۵ ته ورسېد.