Asset 1SWN

سلام وطندار

د کورونا دویمې څپې د هېواد پوهنتونونه رخصت کړل

University-270x155

د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان کړی چې د کابینې د پرېکړې له مخې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ټول پوهنتونونه د روانې لېندۍ میاشتې له اتمې نېټې د کب تر پنځلسمې پورې رخصتېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي وايي، دغه وزارت یوه اوونۍ وړاندې د پوهنتونونو د رخصتېدو طرحه کابینې ته وړاندې کولې چې نن تایید شوه.

د عبیدي په وینا، د کورونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوي لپاره به د پوهنتونونو حضوري درسونه رخصت شي، خو انلاین هغه به یې دوام ولري.

هغه وايي، اوس د روان سمسټر شپږ اوونۍ پاتې دي او په وینا یې، محصلان به یې پر مهال په انلاین ډول خپل درسونه وڅاري.

روغتیا وزارت له یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې د کورونا ویروس د دویمې څپې خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه وزارت دوه ورځې وړاندې وویل چې روغتونونو ته پر کورونا د اخته کسانو د ورتلو شمېر لس برابره ډېر شوی دی.

تازه د هرات د عامې روغتیا مسوولانو اعلان کړی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۷ اخته کسان مړه شوي دي.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام