د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو په خپرولو سره وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۳ اخته کسان په کابل، ۵ په هرات، ۲ په تخار او یوه – یوه هم په ننګرهار او زابل ولایتونو کې مړه کړي چې په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۷۵ ته ورسېد.

د دغه وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۴۰ کسان په کابل، بامیان، ننګرهار، کندهار، بدخشان، پروان، لغمان، لوګر او زابل ولایتونو کې پر کورونا ویروس اخته شوي چې په دې سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۵۰۳ ته ورسېد.

هغه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۸۹۲ نمونې کتلي چې له ډلې یې ۱۴۰ هغه مثبتې ختلې دي.

بله‌خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خپل څېړنیز راپور په خپرولو سره پر کورونا ویروس د اخته ماشومانو او د دوی پر رواني روغتیا د دغې ناروغۍ د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د بشري حقونو کمېسیون کمېشنرې راضیې صیاد په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د کمېسیون د موندنو له مخې، په هېواد کې پر کورونا ویروس د ټولو اخته کسانو له ډلې یو زر او ۱۲۶ کسان یې ماشومان دي چې تر اوسه ۶ هغو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړې په افغانستان کې پر کورونا ویروس د ماشومانو له اخته کېدو وروسته د ناوړه تغذیې د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې د اړمنو ماشومانو شمېر له ۵.۶ میلیونه نه ۸.۱۲ میلیونه ته لوړ شوی دی.

په هېواد کې د کورونا ویروس د دویمې څپې له پيل سره هم‌مهاله د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو او له کبله یې د مړینې شمېر د ډېروالي خبر ورکوي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزوی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویلي چې د ریاست د سروېلانس ټیمونو له ارزونې سره سم په تېرو ۱۰ ورځو کې ۳۲ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند دغه راز زیاتوي چې په تېرو لسو ورځو کې د د ولایت په لابراتوارونو کې د شکمنو معایناتو له ډلې د ۴۵ سلنه هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام