د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۱۳۷ نور پرې اخته شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۲۰۹۷ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په یاده موده کې ۱۴۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي. د وزارت د شمېرو له مخې، تازه پېښې په ۲۲ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۴ زره او ۲۷۸  کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲ زره او ۳۵۴ هغه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په یاده موده کې ۴۶ زره او ۵۵۴ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه ۲۳۰ زره او ۲۰۲ کسانو په ټول هېواد کې د کورونا ټېسټونه کړي دي.

په نړۍ کې بیا د کورونا د مثبتو پېښو شمېر له ۹۶ میلیونه او ۵۲ زرو نه اوښتی چې له ډلې یې له ۲ میلیونه او ۵۰ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۶۸ میلیونه او ۷۱۸ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده. په امریکا کې تر اوسه له ۴۰۸ زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند بایللی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام