د پروان محلي مسوولان تاییدوي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله څلور کلنه لور وژلې ده.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمد‌کامران حبیبي سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون شپه ۹ بجې د چاریکارو ښار اړوند د «دهقان‌ها» ګذر سیمه کې د نوید په نوم یوه کس خپله څلور کلنه لور وژلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پروان د امنیې قومنداني ویاند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکوي، خو ویلي یې دي چې دغه کس اوس د دوی په بند کې دی. تراوسه معلومه نه ده چې دغه کس ولې خپله لور وژلې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي چې له امله یو‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام