فاریاب کې یوه پلار خپله لس کلنه لور پلور ته وړاندې کړې

د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار اړوند بازار کې یوه پلار د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله خپله کوچنۍ لس کلنه لور د ۲۰۰زره افغانیو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندې کړې ده.

 دغه کس نن د میمنې ښار بازار ته راغلی او د خپلې کوچنۍ لس کلنې لور د خرڅولو لپاره د پېردونکي په لټه کې دی.

پاکستان د سلسلې علي‌خېل د تښتونې په اړه افغان پلاوي ته معلومات نه دي ورکړي

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي‌خېل د تښتولو په اړه د پاکستان له لوري د همکارۍ پر نه کولو نیوکه کوي او وايي چې پاکستان په دې برخه کې افغان پلاوي ته اړوند معلومات نه دي ورکړي.

عمران خان د افغان سفیر د لور تښتوونکو د نیولو لپاره ۴۸ ساعته وخت ټاکلی

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، څو په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتوونکي ونیسي. ناپېژنده کسانو د تېرې جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل په اسلام‌اباد کې له یوه سوداګریز مرکز څخه وتښتوله او له شکنجې وروسته یې بېرته راخوشې کړه.