د پروان د ټولګټو ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او شیخ‌علي ولسوالي کې د لوړ تُناژ تلو عواید ډېر شوي چې ډېری عواید یې د ډبرو سکرو د لېږد له لارې ترلاسه کېږي.

د پروان د ټولګټو رییس عزت‌الله وايي چې د تېرو کلونو په پرتله دغه ولایت کې د لوړ تُناژ تلو عواید څو برابره لوړ شوي دي. د هغه په وینا، تر ټولو ډېر عواید د ډبرو سکرو لېږد څخه ترلاسه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پروان د ټولګټو رییس زیاتوي چې د ورځې له ۸۰ زرو څخه تر سل زره افغانۍ د لوړ تُناژ تلو څخه ترلاسه کېږي او د وزن په مقابل کې هر موټر څخه ۱۰۰ افغانۍ اخلي.

نوموړي وویل: «پخوا ب موټرو ډېر وزن لېږداوه چې د سړکونو د خرابوالي لامل به کېده. هلته فساد ډېر و او له والي نیولې تر پیاده به یې فساد کاوه، خو موږ چې راغلې یو، له ۱۵ تر ۱۶ میلیونه افغانۍ عوایدو مو راټول کړي دي.»

په همدې حال کې یوشمېر هغه موټرچلوونکي چې د پروان له لارې تېریږي، د مسوولانو له چلند څخه رضایت لري.

دوی وايي چې پخوا به د یاد ولایت په لویو لارو کې پولیسو ترې پیسې غوښتې او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو. موټر چلوونکي زیاتوي چې اوس پرته له کومې ستونزې خپل سفر کوي او هېڅ وېره نه لري.

یو موټر چلوونکی سلیم وايي چې مخکیني حکومت کې به د هرات او کندهار پر لویه لاره د لوړ تنُاژ تلو مسوولانو به ترې له ۵ تر شپږو زرو افغانۍ اخیستې چې اوس داسې نه ده.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته پاکستان ته د ډبرو سکرو چې زیاتره کانونه یې شمالي ولایتونو کې دي، صادرات زیات شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره یوشمېر مسافرین او موټرچلوونکي پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږدولو په دلیل، د سړکونو خرابېدو څخه هم شکایت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام