د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمد‌کامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون د چاریکار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه  کې د ا.ا ځواکونو یو شکمن ځوان چې د ښځو لباس یې اغوستی و، په یوه چک‌پواینټ کې نیولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پروان د امنیې قومنداني ویاند زیاتوي چې دغه ځوان «عنایت‌الحق» نومېږي او د چاریکار اوسېدونکی دی. د پروان د امنیې قومنداني ویاند دا نه دي ویلي چې دغه ځوان ولې ښځینه لباس اغوستی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حبیبي همداراز زیاته کړې چې نیول شوی کس یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورمعرفي کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام