د کابل د امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د پلازمېنې کابل د اوومې امنیتي حوزې اړوند «جای رییس» سیمه کې یې یو کس د یوې ښځې او د هغې د دوو لورګانو د وژنې په تور نیولی دی.

د کابل امنیه قومنداني د ویاند په خبره، نیول شوی کس رامین نومېږي، او ځان یې د وژل شویو کسانو موټر چلوونکی معرفي کړی دی. نوموړی زیاتوي چې رامین په لومړنیو څېړنیو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وړاندې داسې رپوټونه خپره شوي وو چې پرون له غرمې مخکې، د کابل اوومه امنیتي حوزه کې یوه مېرمن له خپلو دوو لوڼو سره زیندۍ شوي دي.

د وژل شویو ښځو یوه نږدې خپلوان رسنیو ته ویلي چې یو وسله‌وال غل دغه کور ته د غلا لپاره ورغلي و او مور او لوڼې یې وژلي دي. ویل کېږي وژل شوې نجونې د ۹ او ۱۳ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د وسله‌والو غلاوو او وژنې پېښې ډېرې شوي دي. خو د اسلامي امارت امنیتي چارواکو له دې وړاندې په خبرو کې ویلي چې هېواد کې د جرمونو د پېښو ګراف صفر ته راښکته شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام