د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په لوېدیځ کې د سپرلۍ پر دوو لېږدوونکو موټرو شویو چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د دغو چاودنو قربانیان ټول ملکیان دي. د مسوولانو په وینا، یادې چاودنې نن ماسپښین د شپږمې او دیارلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د سپرلۍ پر موټرو شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا ضیا وايي، د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په مهتابکلا سیمه کې پر یوه تونس ډوله موټر چاودنې د یوې ښځې په ګډون، شپږ کسان ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.
- هرات کې موټربم چاودنې ۸کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي
- هلمند کې ماين چاودنې ۵ ملکيان وژلي
- هرات کې د ځانمرګي واسکټونو چاودنې ۲۰ طالبانو ته مرګژوبله اړولې
- ارغنداب کې د ماین چاودنې؛ لس ورځو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۵۱ ټپیان دي
د نوموړي په وینا، په دویمه چاودنه کې چې د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په سرپل تمځای کې شوې، یو کس وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون، څلور نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې دواړه چاودنې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د غبرګولي په یوولسمه او دیارلسمه د کابل په لوېدیځ کې څلور چاودنې وشوې او له کبله یې ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.