د پکتيا ولایت د زرمت ولسوالي اوسېدونکو په مرکز ګردېز ښار کې د يوې ناستې پر مهال اندېښنه وښوده چې په دې ولسوالي کې د ناامنيو له زياتېدلو او د طالبانو د ګواښونو له کبله له ۲۰۰۰ زياتې کورنۍ بې‌ځايه شوي او جګړې زور اخيستی دی.

د زرمت ولسوالي قومي مشران وايي، وسلوالو طالبانو په لويو او وړو لارو کې ماينونه ځای پرځای کړي او کورنۍ اړ شوي چې ګردېز ښار او نورو سيمو ته کډه شي.

دوی له امنيتي ارګانونو غواړي چې د لويو لارو د خلاصون او د امنيت د ټينګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې قومي مشر صابري زرمتی وایي، د زرمت اوسېدونکي د ناامنیو له کبله روغتون ته نه شي تلی او  د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. نوموړی وایي، د دغه ولسوالي خلک د جګړې او ناامنیو له وېرې له کور څخه د باندې نه شي وتلی او دغه ولسوالي د دوی لپاره پر یوه زندان اوښتې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې په دې ناسته کې د زرمت یو بل قومي مشر سیف‌الله وایي، په دغه ولسوالي کې لارې خرابې او  پر ماینونو پوښل شوي چې ورسره په دغه ولسوالي کې ګڼ‌شمېر قومونه د ناامنیو او جګړو له امله تښتېدلي دي.

نوموړی وایي: «کورونه دښمن ته پاتې شوي دي، د خلکو مالونه يې لوټ کړل، زرمت له بد وضعيت سره مخ دی، روغتونونه بند دي، کلينکونه او دوکانونه بند دي، خلکو سرونه ويستلي او مالونه پرېښي دي.»

بل‌خوا د پکتيا ولايتي مسوولان وايي، د دې ولسوالي د امنيت لپاره يې د افغان ځواکونو ګډ عمليات پيل کړي او ډېر ژر به دغه ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه کړي.



د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي، په زرمت او نورو ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو پرضد د عملياتو چمتوالی یې نيولی او د بهرنيو جنګياليو په ګډون یې لسګونه طالبان وژلي دي. فدايي وايي، امنيتي ځواکونه به ولس د طالبانو له اوسني حالات څخه وژغوري.

هغه وویل: « زموږ زړور امنيتي ځواکونه به د تل لپاره، د دښمن هر ډول شوم اهداف چې هغه ملکي وګړي ځوروي، لويې لارې شکوي او په لارو کې ماينونه ځای پرځای کوي، د تاوتریخوالي څومره اعمال وي په پوره قوت او همغږي به د هغوی مخه نيسي.»

د پکتيا د کډوالو رياست مسوولان وايي، له زرمت څخه په زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي او له يو کلي بل کلي ته کډه کوي چې يو‌شمېر يې مرکز ګردېز او نور هغه یې بیا د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته تللې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام