د فاریاب په ګرزیوان ولسوالي کې محلي سرچینې وايي چې د طالبانو یوه قوماندان د دغې ولسوالي د محلي اردو د سرتېرو ۸ ماشومان یرغمل کړي دي.

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو یاد ماشومان د خپل هغه وسله‌وال د خوشې کولو په بدل کې یرغمل کړي چې اوس له دولت سره بندي دی.

په ګرزیوان ولسوالي کې د محلي اردو سرتېری نادر وايي، د ملا بسم‌الله په نوم یوه طالب قوماندان پرون د ده یو نهه کلن زوی له څو نورو ماشومانو سره خپل کور ته بیولی دی.

د دغه سرتېري په وینا، طالبان د ده د زوی خوشې کولو په بدل کې ترې غواړي چې د فاریاب په میمنه ښار کې د دې ډلې یو وسله‌وال چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی، خوشې کړي.

د نادر یرغمل شوی زوی

نادر زیاتوي چې د ګرزیوان ولسوالي په یوه پوسته کې دی او د خپل زوی د خوشې کولو لپاره هېڅ نه شي کولای.

د ګرزیوان ولسوال ملا فیض‌الله رحماني د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي چې یرغمل شوي ماشومان له ۱۰ کلونو کم عمرونه لري.

د نوموړي په وینا، طالبان د دغو ماشومانو د خوشې کېدو په بدل کې د ګرزیوان لپاره د خپل هغه تش په نوم قاضي خوشې کول غواړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

طالب ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام