Asset 1SWN

پلازمېنه؛ په يوه ساعت کې ۳ چاودنې او د کابل د پنځمې حوزې د امر وژل کېدل

eedd-p2nj1asler7ztyzj6vwgq15s76uixox7tafisuzbm0

نن پلازمېنه کابل په یوه ساعت کې د درېيو چاودنو شاهده وه. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه د پغمان ولسوالۍ اړوند  «عبدالعلي کلا » کې وشوه چې زیان یې نه درلود.

په دغه چاودنه کې یو رنجر موټر د ماین ښکار ګرځېدلی.

د فرامرز په وینا، دویمه  بمي چاودنه چې د سهار ۸:۳۸ دقیقې د دویمې امنیتي ناحیې اړوند قوای مرکز سیمه کې په یوه فرونر ډوله موټر وشوه، په ترس کې یې څلور کسان ټپیان  شول.

نوموړی وایي، درېیمه چاودنه چې د سهار ۸:۵۵ دقیقې د بره کي څلور لارې کې وشوه، یاده چاودنه په یو لنډکروزر ډوله موټر شوې چې په پايله کې یې ۲ کسه وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

د کابل د پولیسو د ویاند په خبره، په دغه چاودنه کې د پنځمې امنیتي حوزې امر محمدزی کوچی له خپل یوه ملګري سره وژل شوي؛ خو عیني شاهدان وایي په دغه چاودنه کې درې کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي وایي، کوچی د دندې پر مهال وژل شوی دی.

د پنځمې امنیتي حوزې امر محمدزی کوچی

د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د خپل ملګري کوچي غچ به اخلي او د هغه وینه تويېدنه به بې‌ځایه نه پرېږدي.

ویل کېږي چې کوچی د شپږ نیمې بجې له غونډې د دفتر پر لور روان و چې د چاودنې ښکار شو.

د نظامي کارپوهانو په وینا، په هېواد کې پوه امنیتي کسان نشته، نو له همدې کبله امنیتي وضعیت ورځ تربلې د خرابېدو پر لور روان دی.

 د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل په دې باور دی چې د یوه هر اړخیزه امنیتي کمپاین په  پيلولو  سره کولی شي د کابل امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راولي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازې فریده بېکزاد وایي، په تېره یوه اوونۍ کې ۲۰ امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي.

د فريدې بېکزاد په وینا، په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت  کړکېچن دی او خلک ارامښت نه لري.

د پنځمې امنیتي حوزې امر د محمدزي کوچي پر موټر چاودنه

نږدې درې مېاشتې  کېږي چې د کابل ښار امنیتي مسولیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د شپږنیمو بجو ډلې پر غاړه اخيستی؛ خو  د کابل ښار امنیتي  وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی او کابل ښاریان خپله ورځ د چاودنې پر غږ پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل ښار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي ترور شول.

د يادولو ده چې په دې وروستيو کې هدفي وژنې تر بل هر وخت زياتې شوې دي. د يادو چاودنو د ډېری پېښو مسووليت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی؛ خو دولت يې پړه پر طالبانو ور اچوي.

طالبانو بيا دغه ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې دغه چاودنې هغه کسان کوي چې غواړي د سولې پروسه وګواښي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام