ناپېژنده وسله‌وال د بدخشان د ارګو ولسوالي د روغتون امر وژلی

بدخشان کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د وري ۲۰مه د دغه ولایت د ارګو ولسوالي د «شتک» روغتون امر احمدتمیم د ناپېژنده وسله‌وال په برید کې وژل شوی دی. بل‌خوا د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي هم د یاد ډاکټر وژنه تاییدوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

مهاجر فراهي: هلمند کې د تصویري راپورونو د منع کولو موضوع څېړو

د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړی بنسټ «نی» مسوولان وايي، د هلمند محلي چارواکو د  له خبریالانو غوښتي چې د دغه ولایت له مسوولانو او اوسېدونکو څخه دې تصویري راپورونه نه جوړوي او نه هم خپروي.

د «نی» مسوول ظریف کریمي وايي چې د دغه محدودیتونو لګول به افغانستان کې د خبریالانو د کار دوام له بېلابېلو جدي ننګونو سره مخ کړي.

هبت‌الله اخند‌زاده: د ښځو حقونو په اړه دې زما فرمان په بشپړه توګه پلی شي

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد بېګاه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ا.ا مشر هبت‌الله اخند‌زاده د استخباراتو عمومي ریاست له مسوولانو او د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره کتلي دي. نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت مسوولان به هغه ته حساب ورکوي چې د تېر یوه کال په موده کې یې څومره شریعت تطبیق کړی دی.

کرزی: افغانستان کې د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړل شوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د پاکستان په امر شوی دی. د ا.ا سرپرست حکومت تراوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

پلازمېنه؛ په يوه ساعت کې ۳ چاودنې او د کابل د پنځمې حوزې د امر وژل کېدل

نن پلازمېنه کابل په یوه ساعت کې د درېيو چاودنو شاهده وه. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه د پغمان ولسوالۍ اړوند  «عبدالعلي کلا » کې وشوه چې زیان یې نه درلود.

په دغه چاودنه کې یو رنجر موټر د ماین ښکار ګرځېدلی.

د فرامرز په وینا، دویمه  بمي چاودنه چې د سهار ۸:۳۸ دقیقې د دویمې امنیتي ناحیې اړوند قوای مرکز سیمه کې په یوه فرونر ډوله موټر وشوه، په ترس کې یې څلور کسان ټپیان  شول.