د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد بېګاه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ا.ا مشر هبت‌الله اخند‌زاده د استخباراتو عمومي ریاست له مسوولانو او د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې ناسته کې د اسلامي امارت قاضي‌القضات، د چارو ادارې رییس او د استخباراتو عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال هم ګډون درلود.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو رییسانو ته سپارښتنه کړې چې د ښځو حقونو په اړه د نوموړي شپږ ماده‌ییز فرمان په بشپړه توګه پلی کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت مسوولان به هغه ته حساب ورکوي چې د تېر یوه کال په موده کې یې څومره شریعت تطبیق کړی دی.

د اسلامي امارت د مشر دغه فرمان د تېر کال لیندۍ میاشت کې خپور شوی چې ځینې مادې یې د ښځو د نکاح، واده او مهر په اړه دي. د دغه فرمان پر بنسټ، ښځه مال نه، بلکې «ازاد او اصیل انسان» دی او څوک یې په بدو کې نه‌شي ورکولای.

په یوې ماده کې راغلي چې د نکاح پرمهال د نجلۍ خوښه او رضایت اړین دی. د دغه فرمان په درېیمه ماده کې راغلي، هر کله چې د یوې ښځې خاوند مړ کېږي، له څلور میاشتې او لسو ورځو عدت وروسته، کونډه ښځه نه لېور او نه هم بل څوک په زور په نکاح کولای شي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت په دغه فرمان کې له نوي خاوند څخه د مهر اخېستل د ښځې شرعي حق ګڼل شوی دی.

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په بیاواکمنېدو سره ډېری ښځې له دندو ګوښه کړل شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له ښوونځیو محرومې شوې دي.

هبت‌الله اخند‌زاده د ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بنسټ د اسلامي امارت د مشرتابه اړوند دی او له همدې ځایه نېغ په نېغ امر ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت مشر همداراز د استخباراتو رییسانو ته امر کړی چې شکمن کسان دې نه بندیانوي، بلکې د کره دلایلو او اسنادو په لرلو دې کس ونیسي او محکمې ته دې وسپاري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام