هبتالله اخندزاده: د ښځو حقونو په اړه دې زما فرمان په بشپړه توګه پلی شي
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد بېګاه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ا.ا مشر هبتالله اخندزاده د استخباراتو عمومي ریاست له مسوولانو او د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره کتلي دي. نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت مسوولان به هغه ته حساب ورکوي چې د تېر یوه کال په موده کې یې څومره شریعت تطبیق کړی دی.