د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې څخه د ۷ میلیارد ډالرو ازادولو او د سپتامبر د یوولسمې پېښې قربانیانو او افغانستان کې بشري مرستو ته د ځانګړې کولو په تړاو د امریکا د ولسمشر پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، نن کابل کې د افغان ملت د یوالي کاروان یوه اعتراضیه غونډه کې د ولسمشر جوبایډن پرېکړه خاینانه او غیرانساني بولي او له نړیوالو په ځانګړې توګه ملګروملتونو څخه غواړي، چې هرڅه ژر بایډن له دغې پرېکړې راوګرځوي.

د افغانستان د ملت د یوالي بنسټ مسووله شګوفه نجات د سپټامبر د یوولسمې پېښې قربانیانو ته د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ۳.۵ میلیارد ډالرو ځانګړې کولو په دلیل امریکا غاصبه او د بشري حقونو نقض کوونکې بولي او ملګروملتونو څخه غواړي چې د ولسمشر بایډن اجرايي فرمان پر وړاندې ګام پورته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو شبکې غړې شمسیه حسن‌زاده چې دغه غونډه کې یې ګډون کړی سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت دې د متحده ایالتونو وضعیت سره پرتله شي او که چېرې د افغانستان په پرتله د امریکا وضعیت کړکېچن وي، نو دوی چمتو دي چې متحده ایالتونو سره مرسته وکړي. د هغې په وینا، له امریکا څخه مرسته نه بلکې خپل حق غواړي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر افغانانو د امریکا د ولسمشر فرمان پروړاندې غبرګون ښودلی وو او د لاریونونو او غونډو په ترسره کولو سره یې، دغه پرېکړه غیرعادلانه او د افغانستان وګړو څخه باج اخیستل بللي وو.

دا داسې مهال دی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له خوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې څخه د ۷ میلیارد ډالرو ازادولو او د سپتامبر یوولسمې پېښې قربانیانو او افغانستان کې بشري مرستو ته د ځانګړې کولو فرمان لاسلیک، په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

سپینې ماڼۍ څو ورځې وړاندې بیا وویل، د متحده ایالتونو د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک شتمنۍ به هېڅ کله هم د سپټامبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ور نه کړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي تېره ورځ یوې خبري غونډه کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن فرمان «د پروسې یو ګام دی» او تر هغه چې دې برخه کې د محکمې حکم صادر نه شي، هېڅ پیسې به ونه لېږدول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام