د افغانستان او اوکراین یو‌شمېر ښځو په یوې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د ښځو، سولې او امنیتي وضعیت ته پام وکړي.

په امریکا کې د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج‌ټاون موسسې نن چهارشنبه د نړۍ د ښځو د یادې ناستې کوربتوب کاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاده ناسته کې د اوکراین او افغانستان ښځو ټينګار وکړ چې یو ناورین بل ناورین نشي حلولی او نړۍ باید د دواړو هېوادونو ناورین ته پام وکړي.

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج‌ټاوان موسسې همداراز ویلي چې د ښځو د حقونو رعایت په افغانستان کې د تلپاتې پراختیا، ټولنیز ټیکاو او په پای کې د سولې د ټينګښت بنسټ دی.

په یاده ناسته کې همداراز د ناروې چارواکو په افغانستان کې د ښځو حقونو پر ملاتړ او د افغان مېرمنو او نجونو په اړه یې د یاد هېواد پر ژمنتیا ټينګار وکړ.

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري چې په یاده ناسته کې یې ګډون کړی و، په یوه ټویټ کې لیکلي، د افغانستان ښځو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه، د اسلامي نړۍ په هېڅ ځای کې نه لیدل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دغه ناسته په هغو هېوادونو کې چې جګړه په کې روانه وي، په ځانګړې توګه د افغانستان او اوکراین د ښځو پر ملاتړ جوړه شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام