د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ دي. ګوتېرش د هغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه کړې چې له مخې یې د هغو لګښتونو مخه نیسي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره ورته بېړنۍ اړتیا ده.

انتونیو ګوتېرش په یوه خبري غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل د دغه هېواد وګړي د مرګ له ګواښ سره مخ کوي او دغه پیسې باید د شرایطو له مخې ازادې شي چې په افغانستان کې پرې ادارې روغتیايي او نور عامه خدمات وړاندې شي او د عامه سکتور د کارکوونکو  معاشونه ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی، که دغه پیسې په عاجله توګه ازادې نه شي نو میلیونونه افغانان به له بې وزلۍ او ولږې سره مخامخ شي.

هغه وایي، د دغو شتمنو د ازادېدو لپاره باید ډېرې هڅې وشي او د افغانستان د مرکزي‌ بانک فعالیت دې وساتل شي او د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره ولټول شي.

ګوتېرش څرګنده کړې چې تېر کال ملګرو ملتونو او متحدینو یې په افغانستان کې ۱۸میلیونه خلکو سره مرسته کړې چې د هغه د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاته ده. هغه ټینګار کړی چې بشردوستانه مرستې ډېر پیسو او ډېر انعطاف ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دغه هېواد د مرستو د کمي له امله داسې یوه بوږنوونکي حالت سره مخ دی چې هغوی د لوږې څونامي بللې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې مخکې ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او د بشري ناورین په مخنیوي کې مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو ادارې تر ۲۰۲۲ کال پورې د افغانستان له اړمنو خلکو سره د ۴،۴ میلیارده ډالرو د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام