Asset 1SWN

سلام وطندار

د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه دي

MOFA-Afghanistan-1-pf2s08onexrca4w78s0yyo97qu00k2glvvr7tuh4lk

د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ترهګرو موجودیت رد کړی او ویلي یې دي چې دا اندېښنې د ناسمو سرچینو له لارې پیدا شوې دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا او پاکستان په ګډون، یوشمېر هېوادونو د ملګرو ملاتونو عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې چې ګواکې لا هم هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ پر ځای دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اندېښنې داسې مهال دي چې اړوند لوري لا هم تیار نه دي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «که دا حق افغان حکومت ته ورکړل شي، یو فرصت به پیدا شي، څو افغانستان کې شته او عیني واقعیتونه له سیمې او نړۍ سره شریک شي او ښايي هېڅ ډول اندېښنې ته به ځای پیدا نه‌شي.»

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او دغه هېواد به د بل هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.

له هغه وروسته چې اسلامي امارت بیا واک ته رسېدلی، نړېوالې ټولنې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت ډېرېدو په اړه اندېښنې لري.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په ۷۷یمه عمومي غونډه کې ویلي چې د داعش ډلې، القاعده، د ازبکستان اسلامي جنبش په ګډون، سترې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام