د بې‌پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د جګړې زیاتېدو او د امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې زیاتېدو د بیان ازادي ته چې په وروستیو شلو کلونو کې د هېواد مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي، سخت زیان اړولی دی.

د دغه سازمان په خبره، د طالبانو له لوري د یوشمېر ولسوالیو په نیول کېدو سره د اطلاع رسونې بهیر له خنډ سره مخ شوی او دغه راز، یوشمېر رسنیو خپل نشرات درولي یا هم اړې شوي چې خپله نشراتي پالیسي بدله کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د افغانستان برخې مسوول رضا معیني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغان دولت او خبریالانو پر وړاندې سړه جګړه پیل شوې او دغه کار د اطلاع رسونې له بهیر څخه د هغوی د زړه‌توري کېدو لامل شوی دی.

د نوموړي په وینا، هېواد کې د جګړې زیاتوالی د یوه ناڅرګند او ځانګړي وضعیت د رامنځته کېدو لامل شوی چې خبریالان یې هم اندېښمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

رضا معیني د کندهار د ملي امنیت له لوري د څلورو خبریالانو نیول کېدل هم غندي او دغه کار ناقانونه بولي. هغه ټینګار کوي چې دولت باید په اوسنی سخت امنیتي وضعیت کې د خبریالانو ملاتړ وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام