د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په برخه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ د وروستۍ پرېکړې په اړه د اندېښنو په لړ کې یوشمېر افغان صرافان وايي چې په راتلونکې کې د افغانیو ارزښت ټيټوالي ته اندېښمن دي.
د بایډن د لاسلیک شوي فرمان پربنسټ، د افغانستان بانک له کنګل شوې اووه ملیارده شتمنۍ څخه نیمايي به یې په امریکا کې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي او پاتې ۳.۵ میلیارده به یې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د کابو کولو لپاره ولګول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوس په هېواد کې یوشمېر صرافان وايي چې د بایډن یاد فرمان ناسم دی او دغه پيسې د افغانانو حق دی او بل چا پورې تړاو نه لري.
بلخوا د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وايي، دا پرېکړه د افغانیو د ارزښت ټيټوالي لامل کېږي او امریکا باید پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.
په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي چې د ولسمشر بایډن یاد فرمان به د افغانیو ارزښت راټیټ کړي او د افغانیو چاپ بهیر ته به زیان ورسوي. د دوی په وینا، هېڅ یو هېواد به هم دې ته زړه ښه نه کړي چې د افغانیو د تمویل ملاتړ وکړي. دوی په دې باور دي، که چېرته یاده پانګه افغانستان ته ونه لېږدول شي، د افغانیو ارزښت په راټیټ شي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیفالدین سیحون وايي، یادې پیسې باید په یوه ډول نه یوه ډول افغانستان رولېږدول شي او که همداسې کنګل پاتې شي، د افغانیو ارزښت به سقوط وکړي.
د نوموړي په خبره، افغانستان یو واردونکی هېواد دی او د اسعارو پشتوانه هم همدا پیسې دي چې د افغانیو ارزښت پرې ساتل کېدای شي.
دا په داسې مهال ده چې په تازهګۍ سره سپینې ماڼۍ ویلي چې تراوسه په دې اړه د امریکا محکمې پرېکړه نه ده کړې چې ایا د یادو پیسې ۳.۵ میلیارده دې، د سپټمبر یوولمسې پېښې د قربانیانیو کورنیو ته ورکړل شي او که څنګه؟
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې افغانستان د نړۍ په یوشمېر بانکونو کې شاوخوا لس میلیارده کنګل شوې شتمني لري چې ویل کېږي، نیمايي نغدې پیسې او پاتې برخه یې سره زر «طلا» ده.