هېواد کې د ډبرو سکرو یوشمېر کارپوهان او کاروباریان وايي، د ډبرو سکرو د کانونو نامسلکي کیندنې له امله د ډبرو سکرو ډېری برخه  د استخراج پرمهال ضایع کېږي.

دوی وايي چې دا مهال د افغانستان د ډبرو سکرو په کانونو کې نامسلکي کسان کیندنې کوي او تر ۷۰سلنه د ډبرو سکاره د همدې نامسلکي کیندنې له امله ضایع کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ډبرو سکرو د یوه شرکت مسوول نصیر‌احمد نوري سلام‌وطندار ته ویلي، د ډبرو سکرو د کیندنې چارې په مسلکي توګه پرمخ نه وړل کېږي چې له امله یې د ډبرو سکارو ډېری برخه ضایع کېږي.

د نوموړي په وینا، پخوا به په دې برخه کې مسلکي شرکتونو کیدنې کولې، خو اوس دغه چاره د نامسلکي کسانو له لوري پرمخ وړل کېږي چې ۷۰سلنه ضایعات لري.

په ورته مهال د کابل پوهنتون د جیولوژي او کانونو پوهنځي استاد عبدالباقي رحماني وايي، نامسلکي کسان د نړیوال معیار پربنسټ نه‌، بلکې په دودېزه توګه استخراج کوي او دا کړنه هم پر اقتصاد منفي اغېزه کوي او هم د کان کیندونکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان د ډبرو سکرو کانونو کې نامسلکي کېندنې او ضایعات ردوي.

د عصمت‌الله برهان په وینا، نن يې تازه معلومات هم ترلاسه کړي چې د هېواد په یوه سیمه کې د ډبرو سکرو تازه کان کشف شوی چې د اټکل له مخې، ۵۰ میلیونه ټنه د ډبرو سکاره لري.

په ورته مهال په هېواد کې د ډبرو سکرو د کیندنې او پلور په اړه د نیوکو په لړ کې د کانانو او پټرولیم وزارت له مالیې وزارت سره په ګډه پرون په یوې خبري ناسته کې د ډبرو سکرو د یوه ټن بیه له ۹۰  ډالرو ۲۰۰ ډالرو ته پورته کړه.

که څه هم له افغانستان څخه پاکستان ته د ډوبر سکرو د یو‌شمېر صادروونکو شرکتونو مسوولان وايي چې د ډبرو سکرو ته تازه ټاکل بیې پاکستان ته د ډبرو سکرو د لېږد چارې له ځنډ سره مخ کړي، خو په وینا يې، دوی پاکستاني لورې ته په تمه دي، څو د نویو بیو پربنسټ ورسره تړون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي وو، غواړي له افغانستان څخه د ډبرو سکارو واردات ډېر کړي. دوی همداراز ویلي وو چې له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه به دغه هېواد په کلنۍ توګه ۲.۲ میلیارده ډالرو وسپموي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستاني چارواکو په وینا، غواړي له افغانستان څخه د ډبرو سکاره په کلدارو وپیري، خو افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که د ډبرو سکاره په کلدارو وپلورل شي، د افغانۍ پر ارزښت به ناوړه اغېزه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام