د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویروس ۱۷ اخته کسان مړه شوي او د ۱۴۲۸ شکمنو کسانو د نمونو له ډلې د ۲۹۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت په راپور کې لیکل شوي چې په دې موده کې پر کورونا ۱۴۶ اخته کسان بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت په وینا، تازه پېښې په ۱۲ ولایتونو کې ثبت شوي او د مړو شویو کسانو په ډلې کې ۶ یې په کابل، ۵ په غزني، ۳ په هرات او یوه‌-‌یوه هم په ننګرهار، کندوز او میدان وردګ ولایتونو کې مړه شوي دي.

په تېره یوه شپه او ورځ کې تر ټولو ډېرې پېښې په ترتیب سره په کابل، هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو نکې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۴۵ زره او ۲۷۸ کسان په ټول هېواد کې پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې ۱۷۱۲ هغه مړه شوي دي. دغه راز، تر اوسه ۳۶ او ۱۲۲ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه له ۱۴۱ زره او ۸۰۰ ډېرو کسانو په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ټېسټونه کړي دي.

په نړۍ کې بیا له ۵۹ میلیونه او ۵۶۲ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په نړۍ کې تر اوسه له یو میلیون او ۴۰۲ زرو نه ډېر کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام