Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملګرو‌ ملتونو امنیت شورا کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی

pak-embassy

د ملګروملتونو امنیت شورا په یوې خپرپاڼه کې کابل کې د پاکستان پر  سفارت شوی برید «ترهګریز» بللی او هغه یې غندلی دی.

دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ یوولسمه رامنځته شوې ده. له پېښې وروسته د پاکستان حکومت ویلي چې د یاد برید موخه کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني و، خو نوموړی ترې روغ وتلی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ملګروملتونو امنیت شورا غړیو په خبرپاڼه کې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان د غړیو هېوادونو ډيپلوماټیکو ځایونو او پرسونل خوندیتوب ته درناوی ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د امنیت شورا غړیو د یاد برید د عاملانو، ملاتړ کوونکو، جوړونکو او مالي تامینوونکو د ځواب ویلو ترڅنګ د دوی د دغه ترهګریز برید په غبرګون کې د دوی پر محاکمې ټينګار وکړ.»

خبرپاڼه کې همداراز له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک پر بنسټ په فعاله توګه له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړي.

پرون جمعه له غرمې وروسته کابل کې دوه چاودنې وشوې. لومړی برید د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر دفتر وشو چې ویل کېږي دوو ځانمرګي بریدګر وو او موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شول.

له برید وروسته ګلبدین حکمتیار په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د بریدګرو په ډزو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

له دغه برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني له یوه وسله‌وال برید روغ وتلی دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کابل د پاکستان پر سفارت برید شوی دی. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د دغه برید موخه د پاکستان د سفیر ترور و، خو په وینا یې، نوموړي ته زیان نه دی اوښتی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې مغرضو کړیو ته به اجازه ورنه کړي چې ډيپلوماټیک ماموریتونو ته امنیتي ګواښونه پېښ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د دغه هېواد پر سفارت د شوي برید په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

متقي دې خبرو کې ډاډ ورکړی چې کابل کې به د پاکستان سفارت امنیت ته به ځانګړی پام وشي او د دغه برید د عاملانو د نیولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بلاول بوټو زرداري له قوله ویلي چې دغه شان بریدون د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نشي خرابولی او اجازه نه ورکوي چې په داسې اقداماتو کې بریالي شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام