د کابل په لوېدیځه سیمه کې نن پر دوو ښوونیزو مرکزونو  پرلهپسې چاودنو پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  سیاسي استازولۍ یا یوناما نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل په لوېدیځ کې د پرله‌پسې چاودنو په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې دي. دغه بنسټ عدالت ته د دغو پېښو د عاملانو د راکاږلو غوښتنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوناما لیکلي: «یوناما په کابل کې پر دوو ښوونځیو د نن ورځې وحشتناکه بریدونه غندي. هغه کسان چې د دې جرم مسوول دي، ښوونځي او ماشومان په نښه کوي، باید محاکمه شي. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې مرستیال رامز الاکبروف په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «په افغانستان کې د ټولې بشري ټولنې په استازیتوب، د وژل شویو او زیانمنو شویو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. په ښوونځیو او ښوونځیو ته ورڅېرمه سیمو کې خشونت هېڅ د منلو نه دی. د افغانستان د خلکو لپاره چې څلوېښت کلنې جګړې ځپلي‌ دي، ښوونځي او هغه ځایونه، چې ماشومان په کې تعلیم او وده کوي،‌ باید خوندي ځایونه وي.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي خپل وینا، پر ملکي وګړو او د ښوونځیو په ګډون پر ملکي تاسیساتو بریدونه له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنت هم دا بریدونه غندلي او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: « زه د کابل په لوېدیځ کې د نن ورځې برید چې یو ځل بیا یې هزاره زده‌کوونکي په نښه کړل او لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل، غندم. زه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او له عاملینو یې د څېړنو او حساب ورکولو غوښتنه کوم.»

په کابل کې د امریکا او ایران د سفارتونو په ګډون یو شمېر سفارتونو د نن ورځې چاودنې غندلې دي. په افغانستان کې د امریکا ژازدافیر جان مک‌کري په ټویټر کې پر ښوونیزو مرکزونو برید په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي « ټول افغانان باید وکولای شي چې خپلې زده کړې په خوندي او له وېرې پرته پرمخ یوسي.»

په کابل کې د ایران سفارت په ټویټر کې لیکلي: « په کابل کې د ایران سفارت د کابل په لوېدیځ کې هغه تروریستي پېښه په کلکه غندي چې د افغانستان یو زیات شمېر مسلمان او روژه لرونکي په ځانګړي ډول مظلوم او بې ګناه زده‌کوونکي یې شهیدان او ټپیان کړل. د پېښې قربانیانو ته د خدای له دربار څخه بښنه او د قربانیانو کورنیو لپاره د صبرغوښتنه کوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعید خطیب‌زاده هم په خپل ټویټر کې  په کابل کې نننۍ برید غندلی او د اسلامي امارت له مسوولانو څخه یې غوښتي چې د دې پېښې عاملین په نښه او مجازات کړي.

دغه‌راز، د ناروې د کډوالو شورا هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان د ماشومانو د زده‌کړې په برخه کې تر ټولو وژونکی او ننګونکی هېواد دی. دغه شورا زیاته کړې، ناامني، مستقیم بریدونه، بې‌وزلي او د نجونو ښوونځیو تړل د زرګونه زده‌کوونکو اساسي حقوق یې سلب کړی دی.

د نن ورځې چاودنو په اړه د هېواد دننه هم یو شمېر سیاسي څېرو او شخصیتونو غبرګونون ښودلي دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بریدونه د بشریت ضد جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی. ښاغلي کرزي دغه بریدونه د علم او زده‌کړې سره ښکاره دښمني او د هېواد د تعلیم یافته نسل څخه د دغو کسانو ویره بللې ده.

د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د کابل په لوېدیځ کې چاودنې غندلې دي. عبدالله په خپل فیسبوک کې لیکلي: « دا وحشیانه عام وژنه د افغانستان د سولې او پرمختګ د دښمنانو کار دی.»

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم په یوه پیغام کې د کابل نننۍ بریدونه نسل‌وژنه او د بشریت ضد جنایت بللی دی.

نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل لوېدیځه سیمه کې درېو پرله‌‌ پسې چاودنو د ښار د دې برخې سکون مات کړ او د ډېریو کسانو هیلې یې خاورې کړې. دوه چاودنې یې د عبدالرحیم شهید ښوونځي مخې ته او درېیمه یې د «ممتاز» په نوم ښوونیز مرکز ته څېرمه شوې ده.

سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې په دغو درېو چاودنو کې شاوخوا ۳۰ کسان چې ډېری یې زده‌کوونکي وو وژل شوي. خو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر سلام‌وطندار ته وویل چې د دې چاودنې څخه تراوسه ۵ مړي او ۲۰ ټپیان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې شاهدان وایي چې د چاودنې له امله د وژل شويو کسانو شمېر تر رسمي شمېرو زيات دي، خو د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلام‌وطندار ته وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

د پېښې يو شمېر شاهدانو سلام‌وطندار ته وويل چې چاودنه د زده‌کوونکو د رخصتۍ پر مهال شوې او ګڼه مرګ ژوبله يې اړولې ده. چاودنې د سیمې شاوخوا کورونو ته هم زیان اړولی دی.

نسرین چې د دې پېښې شاهده ده وایي: « په کور کې ناسته وم چې زوروره چاودنه وشوه، د کوڅې دروازه مې خلاصه کړه چې ومې کتل سړي پراته و، ټوله کوڅه په وینو وو.»

شعیت د پېښې بل شاهد دی هغه هم وایي: « ټپیان یې لېږدول، زمونږ دروازې مخې ته څو کسان پراته و، د زده‌کوونکو د رخصتۍ ټایم و، مور مې کور کې هېندارې سره ناسته وه پښه یې برسېرن ټپې شوې، د ټولو وضعیت خراب و، زمونږ د کور ښیښې ماتې شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د دغو چاودنو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت د تامین خبره کړې ده.

د کابل لوېدیځ هغه سیمه ده چې تل پکې خونړۍ بریدونه او چاودنې شوي دي له دې مخکې هم  ښوونیز مرکزونه د ځانمرګو بریدونو موخې ګرځېدلي چې له امله یې ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په وروستي ځل په دغه سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي د ځانمرګي برید له کبله څه باندې ۶۰ کسان وژل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام