د راپورونو پر اساس، د شیر محمد عباس ستانکزي په مشري د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او یوشمېر افغان سیاستوالو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

که څه هم د دې ناستې جزییات نه‌ دي خپاره شوي، خو طالبانو ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي مسایل، کډوالي او امنیت د دغې غونډې د بحث وړ موضوعات وو او دواړه لوري پر غږېدلي دي.

په ورته مهال له کابل څخه تللیو سیاستوالو کې هم د سولې په چارو کې د ولسمشر محمد‌اشرف غني استازی سلام رحیمي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني، د کرزي د دفتر رییس کریم خرم او ځینې نور سیاستوال شامل دي. د ایراني رسنیو د رپوټونو پر اساس، د افغان سیاستوالو او طالب پلاوي ترمنځ خبرې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر په وینا پیل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یادې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور د ګڼو وېجاړیو لامل شوی، خو اوس باید افغان مشران د خپل هېواد لپاره ستونزمنې پریکړې وکړي.

بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې د دوی پلاوی ایران ته په رسمي سفر تللی دی. هغه زیاته کړه: «نن به له ځینو افغاني شخصیتونو سره هم یوه تفاهمي ناسته ولري، په ناسته کې به د هېواد د روان وضعیت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو هواري په موخه به بحث او د نظر تبادله وشي.»

په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، تهران د طالبانو او د یو‌شمېر افغان سیاسي مشرانو په وربللو سره د افغانستان د بېلابېلو ډلو ترمنځ یو د بل منلو لپاره زمینه برابره کړې ده.

افغان چارواکو ایران ته د دې هېواد د سیاستوالو او د طالبانو پلاوي د سفر په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.



دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان لپاره د قطر هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د منازعاتو د حل ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني تېره ورځ کابل ته په خپل سفر کې د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په لیدنه کې ویلي چې د قطر د دولت او خپله ده د طالبانو استازو ته روښانه کړې چې نه شي کولای، د تاوتریخوالي او جګړې له لارې د افغانانو په برخلیک واکمن شي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان مسئله په جګړو نه حل کیږي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم دې لیدنه کې څرګنده کړې چې افغانان نور له جګړې ستړي دي او په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا په بیلابیلو سیمو کې د بریدونو زیاتوالي د سولې لړۍ بې باوره کړې. دانش ویلي، افغان دولت د سولې بهیر پرمختګ لپاره د قطر دولت او ملګرو ملتونو منځ ګړيتوب ته درناوی لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام