Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران او پاکستان کې افغان خبریالان: وېرېږو چې بېرته مو افغانستان ته ونه لېږي

whatsapp-image-2022-12-27-at-11.09.28 PM

په ایران او پاکستان کې یوشمېر مېشت افغان خبریالان وايي، په دغو هېوادونو کې خپلو شته اقتصادي ستونزو، بهرنیو هېوادونو ته یې د کېسونو نه پراسېس او د پولیسو له لوري د دوی نیول کېدو ته په اشارې وايي، وېرېږي چې بېرته یې افغانستان ته ونه لېږي.

په ایران کې دوو افغان خبریالانو سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس له ۸۰ ډېر افغان خبریالان په دغه هېواد کې له ناڅرګند برخلیک او د پولیسو له لوري بېرته اړولو له وېرې سره مخامخ دي. د دوی په وینا، هېڅ بنسټ یې مالي او معنوي ملاتړ نه‌ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ایران کې یو افغان خبریالان مقبول نوري وايي: «له یوه کاله ډېره موده کېږي چې ایران ته راغلی یم. کېسونه په ځنډ پر مخ ځي، د ویزو موده پوره شوې، ناقانونه ژوند کوو او په وروستیو کې له کډوالو سره د ایرانیانو چلن توند شوی دی. اقتصادي ستونزې ډېرې دي او کار هم نشته.»

په ایران کې یو بل مېشت افغان خبریال اصف اکبري وايي: «د کار اجازه نشته، انتظار سخت او له کړاوه ډک دی او ښايي هره شېبه هغه کسان ونیسي چې د ویزو وخت یې پوره دی. په وروستیو کې پر کډوالو فشارونه زیات شوي، د خبریالانو وضعیت رښتیا دردوونکی دی. هېڅ بنسټ ورسره همکاري نه کوي. که بېرته افغانستان ته هم ولاړ شي، له امنیتي ستونزو سره مخامخېږي.»

بله‌خوا په پاکستان کې یوشمېر مېشت افغان خبریالان هم د خپلو کېسونو نه پراسېس اندېښمن کړي دي. ایمل حبیبي او حامد پیکار چې له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې دي وايي، د کار نشتوالي یې اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي. دوی وايي:

«له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو. تر اوسه هېڅ ډول اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوي، د ویزو نه نوي کېدل، د پاکستان دولت ناوړه چلن، کار نشته، زموږ د ویزو کار پر مخ نه ځي.»

«له یوه کاله ډېره موده کېږي چې له افغانستانه دباندې یم. کومو بنسټونو چې ټاکل شوې وه موږ ولېږدوي، کارونه یې په ځنډ روان دي. د اېستلو موضوع موږ ته د اندېښنې وړ ده او بېرته افغانستان ته د اړولو موضوع به هم موږ ته ننګوونکې وي.»

په اسلام‌اباد کې یو بل افغان خبریال عادي غفاري وايي چې د ده د معلوماتو پر بنسټ، اوس شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان په پاکستان کې د خپلو کېسونو پر مخ تللو ته په تمه دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د کورنیو چارو وزیر د تلې په ۲۶مه، د چهارشنبې ورځ که څه هم کومه دقیقه نېټه ونه ښودله، خو زیاته یې کړه چې ناقانونه افغان کډوال باید له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تر دې مخکې هلته مېشت افغان کډوالو ته تر نومبر میاشتې پورې وخت ورکړی و چې دغه هېواد پرېږدي. په پاکستان کې مېشت یوشمېر افغان خبریالان وايي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې او اوس په ناقانونه توګه ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام