داعش ډلې بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

داعش وسله‌والې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی. د داعش ډلې اړوند اعماق خبري اژانس ویلي چې کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې شوی ځانمرګی برید د دې ډلې یوه غړي کړی دی. پرون دوشنبه ماسپښین شاوخوا یوه بجه د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې چاودنه وشوه.

بدخشان کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیول شوې

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د ا.ا ځواکونو نن سهار شاوخوا اته‌نیمې بجې د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د کابل بانک دروازه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژلی دی.

د ملګرو‌ ملتونو امنیت شورا کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی

د ملګروملتونو امنیت شورا په یوې خپرپاڼه کې کابل کې د پاکستان پر  سفارت شوی برید «ترهګریز» بللی او هغه یې غندلی دی.

دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ یوولسمه شوې ده. له پېښې وروسته د پاکستان حکومت ویلي چې د یاد برید موخه کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني و، خو نوموړی ترې روغ وتلی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.

کندهار کې پر شیعه لمونځ کوونکو برید له غبرګونونو سره مخ شوی

پرون ماسپښین د کندهار ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د شیعه وګړو د «فاطمیه امام‌بارګاه» جومات کې پر لمونځ کوونکو درې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې شاوخوا ۶۲ کسان ووژل شول او څه باندې ۷۰ کسان ټپیان شول چې دغه برید له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.