Asset 1SWN

بدخشان کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیول شوې

مهاجم-انتحاری-q2o2d5zua9hqfm8z2fnseooil9j99xk48ups01trwo

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د ا.ا ځواکونو نن سهار شاوخوا اته‌نیمې بجې د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د کابل بانک دروازه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژلی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې له ځانمرګي بریدګر پرته چا ته زیان نه‌دی رسېدلی.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه ځانمرګي بریدګر د موخې او وژل کېدو پخلی نه‌دی کړی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې دوه میاشتې مخکې هم د بدخشان د امنیې قومانداني ودانۍ ته نږدې په یوه چاودنه کې د دغه ولایت د امنیه قوماندان عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

داعش وسله‌والې ډلې هغه مهال د دې پېښې مسوولیت پر غاړه واخیست.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام