د بدخشان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه واده په مراسمو کې د هوايي ډزو پر مهال دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
باختر خبري اژانس نن دوشنبه د لیندۍ اوومه پر خپله ټوېټرپانه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي له قوله لیکلي چې پېښه پرون د یاد ولایت په جرم ولسوالي کې رامنځته شوې ده.
احمدي زیاته کړې چې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي چې دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي ویلي چې د پېښې عاملان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خوښیو او هوايي ډزو له امله یوشمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.