پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته اوس هم وخت‌ناوخت هوايي ډزې کېږي چې له کبله یې خلک اندېښمنېږي او د یوې بلې جګړې د پیلېدو په فکر کې غرقېږي.

د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د طالبانو له لوري د شپې له خوا د هوايي ډزو په اړه وايي چې دغو ډزو له یوې خوا شخصي دښمنۍ زیاتې کړي او بله‌خوا یې نه یوازې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې هغوی یې وېرولي او ماشومان یې لا پر رواني ناروغۍ اخته کړي دي.

د بادغیس یوه اوسېدونکی محمد له سلام‌وطندار سره په مرکه کې له طالبانو غوښتي چې د دغو خپلسرو هوايي ډزو مخه ونیسي، څو خلک آرام خوب او ژوند وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د وسلې کارول له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې دود دي او خلک ان د خوښۍ مراسمو کې هم ډزې کوي. سره له ده چې مرمۍ په نړۍ کې د تاوتریخوالي نښه ده، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي ترڅنګ، د خوښۍ پیغام هم لېږدوي.

اوس چې په ښکاره جګړه پای ته رسېدلې او اسلامي امارت د خلکو د ژوند خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړی، خو په بېلابېلو ښارونو کې وخت‌ناوخته هوايي ډزو د خلکو ژوند تریخ کړی او د جګړې د بیا پیل خبر ورکوي.

د قلعه‌نور ښار یو بل اوسېدونکی حامد هم وايي چې خپلسرو هوايي ډزو یې خوب تښتولی او په وینا یې، مسوولان یې باید مخه ونیسي. د بادغیس ځینې مدني فعالان هم وايي چې د طالبانو له لوري هوايي ډزو خلک اندېښمن کړي او ماشومان یې رواني ګډوډیو سره مخ کړي دي.

په بادغیس کې یو مدني فعال محمدفهیم هاشمي د هغو هوايي ډزو په اړه چې د شپې له خوا کېږي، اندېښنه ښيي او وايي، خلک د مرمیو له غږ څخه وېرېدلي او دولت یې باید نور ونه ډار کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د بادغیس امنیتي مسوول عبدالستار وايي، هېچا ته د هوايي ډزو اجازه نه ورکوي او له هغو کسانو سره به سخت چلن وشي چې بې‌موخې هوايي ډزې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس د اوسېدونکو په وینا، د اسلامي امارت ځواکونو څه موده وړاندې په بې‌موخې برید کې یو کس په مرمۍ ویشتی او وژلی یې دی.

تېره میاشت هم د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب له هغه وروسته چې کابل کې د پنجشېر د نیولو له کبله هوايي ډزې وشوې، خپلو وسله‌والو ته په یوه غږیز پیغام کې لارښوونه وکړه چې مرمۍ زموږ ملي شتمني ده او له هغو کسانو سره به سخت چلن وکړي چې بې‌موخې ډزې پرې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام