د کندوز په یوه جومات کې چاودنې درنه مرګ‌ژوبله اړولې

دا چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه د کندوز ښار د خان‌اباد بندر په سیداباد جامع جومات کې د لمانځه پر مهال شوې ده.
د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې په چاودنه کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي. د شاهدانو په وینا، ټپیان د کندوز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې د سیداباد جامع جومات د شیعه‌ګانو دی.

بادغیس کې هوايي ډزو خلک اندېښمن کړي

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته اوس هم وخت‌ناوخت هوايي ډزې کېږي چې له کبله یې خلک اندېښمنېږي او د یوې بلې جګړې د پیلېدو په فکر کې غرقېږي. د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د طالبانو له لوري د شپې له خوا د هوايي ډزو په اړه وايي چې دغو ډزو له یوې خوا شخصي دښمنۍ زیاتې کړي او بله‌خوا یې نه یوازې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې هغوی یې وېرولي او ماشومان یې لا پر رواني ناروغۍ اخته کړي دي.