دا چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه د کندوز ښار د خان‌اباد بندر په سیداباد جامع جومات کې د لمانځه پر مهال شوې ده. د پېښې عیني شاهدانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې چاودنه کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د شاهدانو په وینا، ټپیان د کندوز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې د سیداباد جامع جومات د شیعه‌ګانو دی. تر اوسه د چاودنې په اړه نور جزیات نشته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد هم د کندوز په مرکز کې د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې د چاودنې پخلی کړی دی. هغه که څه هم د چاودنې ډول نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې یوشمېر ملکیانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او څېړنې پیل کړې دي.

د کندوز د اطلاهاتو او کلتور رییس مطیع‌الله روحاني هم دا چاودنه تاییدوي او وايي چې ملکیانو ته په‌کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. روحاني زیاتوي چې تر اوسه د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نشته او وروسته به یې له خبریالانو سره شریکې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د دې پېښې ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ښيي چې له کبله یې خلکو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دا په کندوز کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته لومړنۍ چاودنه ده چې د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې کېږي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام