Asset 1SWN

اسلامي امارت: بدخشان کې مو ۳۸ مخالفان ووژل او ۷۸ مو ژوندي نیولي

badakhshan

بدخشان کې د اسلامي امارت محلي مسوولان وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۳۸  مخالفان وژلي او ۷۸ نور یې ژوندي نیولي دي.

باختر خبري اژانس نن یکشنبه د لړم دویمه پر خپله ټوېټرپاڼه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي له قوله لیکلي چې دغه کسان د اسلامي امارت د ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې وژل شوي او نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ویلي چې په وژل شویو کې د یادو مخالفانو دوه قومندانان «بحرالدین او عبدالحمید» هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په ورته مهال د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړې چې د دغو عملیاتو پرمهال د اسلامي امارت درې سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام