Asset 1SWN

بدخشان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال درې کسان مړه او دوه ټپیان شوي

DvRkjr7XQAInL5i

بدخشان کې ولسي سرچینې وايي، پرون د دغه ولایت د مایمي ولسوالي «غز دره» کې د یوه موټر چپه‌کېدو پرمهال د اغاخان بنسټ درې کارکوونکي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وايي چې پېښه د اغاخان بنسټ اړوند یو لنګ‌کروزر موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بدخشان محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په تېره یوه اوونۍ کې دغه ولایت کې د دوو ټرافیکي پېښو پرمهال اووه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د سالنګونو لویې لارې د ساتنې مسوولان وايي چې په سوېلي سالنګ کې د یوه باروړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله یو کس مړ شوی او بل ټپي دی.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس محمدحافظ د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون مازدیګر د (فرشتګان بالا دروازه ملخان) سیمه کې رامنځته شوې چې موټر چلوونکی ټپي او کلینر یې مړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام