د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د «شهر بزرګ» ولسوالي اړوند کره سیمه کې د یوه کورولا ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله څلور کسان مړه شوي او او درې ټپیان دي.

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي وايي، دغه پېښه نن سهار د سړک خرابوالي له امله د شهر بزرګ ولسوالي په «کره» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دغه پېښه کې د موټر څلور سوارلۍ مړې شوي او درې نور کسان بیا ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

معز‌الدین احمدي زیاتوي چې د دوی د معلوماتو له مخې، هر کال په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د بدخشان د لرې پرتو سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د سفر پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم په ورته پېښه کې ټپیان کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام