Asset 1SWN

روزګان؛ موټر کې د اور لګېدو له کبله ۱۰ کسان مړه شوي

Urozgan-1-oxmm5n2j6a52dpv2454k82edsp5k7pgkf6ilf5blas

د روزګان محلي مسوولان وايي، يوه موټر د تخنيکي ستونزې له کبله اور اخيستی دی. د ګېزاب ولسوال عبدالله سلام‌وطندار ته وايي، په دې پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ «بومي» سيمه کې هغه مهال شوې کله چې دغه موټر د پل د نشت له کبله په ویاله کې تېرېده، شارټ شوی او اور يې اخيستی.

د ګېزاب ولسوال وايي، د يادې پېښې قربانيان د واده د جشن مېلمانه وو چې ماشومانو، ښځې او نارينه په کې شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام