Asset 1SWN

پکتیکا کې د یوه ښوونځي ودانۍ سوځېدلې

paktika

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په ارګون ولسوالي کې د ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ سوځېدلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیکا د پوهنې رییس میرزاعلي‌خان سلام‌وطندار ته وویل چې د تېر حکومت له‌خوا د ارګون ولسوالي د فقیرانو کلي کې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوې وه، خو د پوهنې ریاست ته لا هم نه وه تسلیم شوې.

د هغه په خبره، د ښوونځي لپاره په یاده جوړه شوې ودانۍ کې یوه کورنۍ اوسېدله چې د بې‌غورۍ له امله یې اور لګېدلی او د ښوونځي ودانۍ په‌کې سوځېدلې ده.

دا چې ولې تر اوسه دا ودانۍ پوهنې ریاست نه وه تسلیم کړې او ولې په‌کې یوه کورنۍ اوسېدله؟ د پکتیکا د پوهنې رییس په دې اړه د سلام‌وطندار پوښتنې ځواب نه کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتیکا چارواکي په دې اورلګېدنه کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده ودانۍ د مدرسې په نوم جوړه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام