د بامیان ولایت محلي مسوولان وايي چې له بېګاه راهیسې د سختې واورې د ورښت او توپان له امله، د دغه ولایت اړوند د یکاولنګ او پنجاب ولسواليو ترمنځ په «شاتو» کوتل سیمه کې د غور-بامیان او بامیان-دایکندي لویې لارې تړل شوي دي.

د مسوولانو په وینا، د دغو ورښتونو له کبله د یاد ولایت د ورس او پنجاب ولسوالۍ لویې لارې هم له مرکز بامیان ښار سره پرې شوې دي. د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر سیف‌الرحمن محمدي د یاد ولایت د فواید عامې ریاست د مسوولانو له قوله وايي چې د میدان وردګ له لارې د «حاجي‌ګک کوتل» په سیمه کې د بامیان-کابل لویه لار هم د سخت توپان له امله تړل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بامیانو د فوایدې عامې ریاست هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له بېګاه راهیسې د واورې د ورښت او سخت توپان له امله د شاتو کوتل، پنجاب-ابقو کرمان، د بندشوی-ورس پل، اقراباط کوتل او د حاجي ګک کوتل لویې لارې تړل شوي او تر بلې خبرتیا دې مسافر او موټر چلوونکي پر دغو لارو له تګ راتګ ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو لویو لارو د پرانستل کېدو لپاره هڅې روانې دي، خو توپان او سخت ورښت، د دغو لارو د پاکولو بهیر ستونزمن کړی دی.

بل‌خوا بېګاه ماښام د کابل-بامیان پر لویه لار د بامیانو ولایت اړوند د شېبر ولسوالي په پایموري کلي کې د تېلو یو ټانکر موټر له سړک څخه اوښتی چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي. بامیانو کې یوې محلي سرچینې ویلي چې دغه پېښه پر سړک د واورې او یخ له امله رامنځ ته شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې دوه ورځې وړاندې په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې اټکل کړی و چې د روانې مرغومې میاشتې په ۱۳ او ۱۴ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سالنګ په ګډون د سختو واورو او بارانونو او له امله یې د سېلابونو د راتلو خبر ورکړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام